نړیوال بانک ویلي په افغانستان کې زیات شمیر خلک بانکي حسابونه نه لري.
د دغه بنسټ د معلوماتو له مخې د افغانستان ۸۵ سلنه بالغ افغانان بانکي حسابونه نه لري.
نړیوال بانک په یوه رپوټ کې لیکلي چې افغانستان کې بانکي حسابونو ته د خلکو نه لاس رسی د کم عاید لرونکو هیوادونو لپاره تر متوسطې کچې لوړ دی.
په رپوت کې ویل شوي چې افغانستان کې مالي محرومیت د نړۍ په کچه تر ټولو لوړ محرومیت دی.
نا امنۍ، مذهبي او کلتوري باورونه، مالي برخې باندې بې باوري او د مالي سواد کچې ټیټوالي خنډونه، افغانستان کې د محرومیت ستر عوامل بلل شوي دي.
په دې رپوټ کې دغه خنډونه د نارینه و په نسبت میرمنو لپاره زیات بلل شوي دي.
نړیوال بانک ویلي چې یواځې ۷سلنه میرمنې او ۲۳سلنه نارینه بانکي حسابونو ته لاس رسی لري.
افغانستان کې خلک د مالي کمزورتیا او پر بانکونو نه باور له امله د بانکي حسابونو پرانستلو ته زړه نه ښه کوي.