د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال، سرور دانش، له ټولو ټاکنیزو ټیمونو او نوماندانو غوښتي چې د ټاکنیزو بنسټونو پریکړو او صلاحیتونو ته درناوی ورکړی او د ټاکنو پایله ومني
سرور دانش نن چهارشنبې کابل کې د سلواغې د ۲۶مې یا له افغانستانه د شوروي ځواکونو د شړلو کلیزې په مناسبت مراسمو کې خبرې کولې.
دانش ټینګار وکړ چې د ټاکنو وروستۍ پایلې له اعلانیدو وروسته نور د ټاکنو او ټاکنیزو سیالیو وخت تیر شوی او د یو او بل منلو او همپالنې وخت رسیدلی دی.
دانش زیاته کړه چې د ولسمشر غني په مشرۍ دولت جوړوونکي ټیم به یو ټول شموله حکومت چې ټول پکې شامل وي، جوړ کړي.
د ټاکنو کمیسیون پرون د تلې د شپږمې نیټې د ولسمشرۍ ټاکنو وروستۍ پایله اعلان کړه چې له مخې اشرف غنی د ۵۰.۶۴سلنه رایې اخیستو سره د دویم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر شو.
اجراییه مشر عبدالله عبدالله د دغه اعلان په غبرګون کې د خپلې بریا اعلان وکړه او زیاته کړه چې ټولشموله حکومت به رامنځته کړي.