د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي طالبانو سره سولې ته رسیدو لپاره چانس شته او ډیر ژر به دغې ډلې سره یوې هوکړې ته ورسیږي.
ټرمپ ویلي له مودو راهیسې طالبانو سره خبرې روانې دي، خو وبه لیدل شي چې څه کیږي.
د امریکا ولسمشر یو ځل بیا ټینګار کړی چې کولی شي د افغانستان جګړه ختمه کړي، خو نه غواړي دغه هیواد کې یو میلیون وګړي ووژل شي.
بله خوا د امریکا یو مخکښ سناتور، رنډ پاول ویلي چې ټرمپ د افغانستان جګړې ختمولو لپاره د امریکا د کانګرس قوي ملاتړ ته اړتیا لري.
ښاغلي پاول ویلي د دې لپاره چې ټرمپ وکولی شي د افغانستان ستونزه د خبرو او سیاست له لارې حل کړي او دغه هیواد کې د امریکایي ځواکونو شمیر کم کړي، باید کانګرس کې لا زیات جمهوري غوښتونکي د هغه ملاتړ وکړي.
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي د روانې فبرورۍ میاشتې تر وروستیو پورې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک کیږي.