د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ولسمشر غني د تلې د شپږمې نیټې د ولسمشریزو ټاکنو د وروستۍ پایلې ګټونکی اعلان کړ.
د ټاکنو کمیسیون د اعلان له مخې اشرف غني د تلې د شپږمې نیټې ۵۰.۶۴ سلنه رایې اخیستي او د دویم ځل لپاره د افغانستان ولسمشر اعلان شو.
همداشان بل نوماند عبدالله عبدالله د ټولو رایو ۳۹.۵۲ سلنه اخیستي او په دویم ځای کې قرار لري.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم له وړاندې اعلان کړی چې دغه پایله ورته د منلو وړ نه ده.
د دغه ټیم یو شمیر یو شمیر پلوي ګوندونو د موازي حکومت د اعلانولو ګواښ هم کړی دی.