د کابل اتمې حوزې اړونده دوه سوه فامیلۍ سیمه کې چاودنه شوې ده.
دا پيښه نن دوشنبه سهار شاوخوا اوه نیمي بجې شوې ده. د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز ویلي چاودنه یوه رنجر موټر پسې نښلول شوي مقناطیسي ماین له امله شوې او چاته پکې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.