د ولسمشرۍ ماڼۍ دویم مرستیال، سرور دانش په مشرۍ یو لوړ پوړی دولتی پلاوی تیره شپه اسلام اباد ته ورسید.
په دې پلاوي کې د سرور دانش ترڅنګ، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او سیاسي مرستیال محمد هارون چخانسوري هم ګډون لري.
نوموړی پلاوی به په هغه دوه ورځني کانفرانس کې ګډون کوي، چې د فبروري د میاشتې په ۱۸-۱۷ مه د پاکستان او د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له لوري د ( په پاکستان کې د افغان کډوالو څلوېښت کلن کوربه توب – د یو نوي پيوستون پیل) تر سرلیک لاندې په لاره اچول کېږي.
د یادولو وړ ده چې دغه هېت به د کانفرانس په څنډه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو، سوداګرو او محصلینو له استازو سره هم وګوري.
پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسیدو پر څرنګوالي داسې حال کې بحث کیږی، چې ټاکل شوې ده نږدې ورځو کې د افغانستان د سولې تړون لاسلیک شي.
د کډوالو چارو وزارت د افغان کډوالو بیرته راستنیدو ته د چمتووالي اعلان کړی دی.