د ۳۰۰ زره جنجالي رایو د یوې برخې د تفتیش بهیر بالاخره له درې ورځې ځنډ وروسته نن یکشنبې بیا ځلې پیل شو.
دغه بهیر، د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ له هغې وروسته کله چې د ټاکنیزو شکایتونو د څېړنې کمېسیون څارونکو غونډه پرېښوده ودرول شو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون اعلان وکړ چې په څو ولایتونو سرپل، کندهار، کابل، غزني او هلمند کې د رایو د بیاشمېرلو او تفتیش بهیر پای ته رسېدلی دی.
خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ، ثبات او همپالنې ډلې اعلان کړی چې د ټاکنو کمیسیونونو هیڅ غیر قانوني کړنه ورته د منلو نه ده او که چیرې کمیسیونونه د قانون سره سم چلند ونه کړي، نو ټاکنې به تحریمې کړي.
د دغې یو تن غړي چې نن یې کابل کې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې وویل چې په ځینو ولایتونو کې د بیا شمیرنې بهیر د شکایتونو کمیسیون او د دوی د څارونکو په نشتون کې پیل شوی دی.
دغه ډله د کمیسیون چارې مشکوکې بولي او ټینګار کوي چې د دوی غوښتنو نه منل کیدو په صورت کې کولی شي هر کار ته لاس واچوي.
د یادولو وړ ده چې د ثبات او همپالنې ډلې غړي جنرال دوستم څو ورځې وړاندې د موازې حکومت د جوړولو ګواښ هم کړی و.