ایراني چارواکي د هغې الوتکې د تورې بکسې له سپارلو ډډه کوي، چې څو اونۍ وړاندې په تهران کې د ایراني ځواکونو له لوري ویشتل شوې وه.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر، جواد ظریف ویلي ایران د تور بکس د څیړلو لپاره کافي ټکنالوژي نه لري، خو دا بکس دریمکړي هېواد ته هم نه ورکوي.
د کاناډا بهرنیو چارو وزیر له ایران څخه غوښتي دي ترڅو د نسکورې شوې اوکراینې الوتکې توره جعبه فرانسې ته وسپاري.
د کاناډا،اوکراین،سویډن،افغانستان بهرنیو چارو وزیرانواو د منځني ختیځ له پاره د برتانیا بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هغه پنځه هېوادونو استازي دي چې څلویښت ورځې وړاندې د اوکرایني الوتکې نسکوریدو له امله یې ښاریان ووژل شول.
خو دا استازي بیا اوس د مونیخ امنیتي ناستې په څڼډه کې یو ځل بیا سره راټول شول او د ایران څخه یې د تورې بکسې غوښتنه وکړه.
په دې ناسته کې د ایران بهرنیو چارو وزیر هم ګډون درلود.
ددې پنځو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو په یوه بیانیه کې وویل چې د ایران دولت د نړیوالو تړونونو په بنسټ خپلو مسوولیتونو څخه سرغړونه کوي.
ایران کې د یوې اوکراینۍ مسافر وړونکې الوتکې د کولو پیښه کې لسګونه کسان ووژل شول.