نا معلومو کسانو د کابل د شپږمې حوزې اړونده سیمه کې ۹ تنه په نیشو توکو روږدي کسان وژلي او یو تن یې ټپي کړی دی.
د کابل د پولیسو ویاند، فردوس فرامرز یک تلویزیون ته وویل دغه معتادین پرون شپه د کابل شپږمې حوزې اړونده قلعه مسلم سیمه کې په یو زوړ کور کې وژل شوي دي.
تر اوسه د دې پيښې علت نه دی روښانه شوی او نه هم د پيښې د عاملینو هویت معلوم دی.
دا په کابل کې د معتادینو د ډلییزې وژنې لومړنۍ پيښه ده.
پولیسو ویلي د دوی یو څیړنیز ټیم سیمې ته تللی او په دې اړه یې پلټنې پيل کړي دي.
افغانستان په نړۍ کې د زیاتو معتادینو لرلو او د زیاتې کچې نیشه یی توکو د تولید له پلوه لومړنی هیواد بلل کیږي.