په بدخشان ولایت کې د ځینو ناروغیو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۰ کسان مړه شوي دي.
دغه کسان د روان کال د تلې میاشتې راهیسې د تنفسي ستونزو، خوارځواکۍ او سینه بغل ناروغیو له امله مړه شوي دي.
د بدخشان ولایت د عامې روغتیا ریاست مشر نور خاورې یک تلویزیون ته ويلي چې په دې اړه ددې ریاست له لوري څیړنې پيل شوي دي او یاده موضوع یې مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده.
ددې ولایت ولایتي شورا غړی عبدالله ناجي نظري بيا ويلي چې په دې ولسوالۍ کې ددې ناروغیو له امله له پنځوسو تر شپيته کسان مړه شوي دي.
بدخشان له چین هېواد سره سرحدي پوله لري او اوسېدونکي يې وخت ناوخته د حکومت د بېغورۍ په اړه نېوکي او شکايتونه کوي.
په چین کې دکرونا ویروس له خپریدو وروسته دا اندیښنه هم پيدا شوې چې دا ناروغي د سرحدي ولایتونو هوايي سفرونو له لارې افغانستان ته را داخل نشي.