د امریکا دفاع وزیر، مارک سپیر ویلي واشینګټن ژمن دی ترڅو ډاډ ترلاسه کړي چې افغانستان یو ځل بیا د نړیوالو ترهګرو پر پټنځای نه بدلیږي.
مارک سپیر جرمني کې د مونیخ امنیتي ناستې په څنډه کې له خپل جرمني سیال سره په یوه ګډوه خبرې ناسته کې ویلي چې افغانستان کې د ترهګرو پرضد مبارزه به همداسې دوام ولري.
هغه همداشان ویلي دوی به په افغانستان او د سیمې نورو هغو هیوادونو کې چې داعش پکې لیدل کیږي، د دغې ډلې پر وړاندې جګړې ته دوام ورکوي، ترڅو دغه ډله په سیمه کې له منځه یوسي.
دا په داسې حال کې دي چې ټاکل شوې ده په نږدې راتلونکي کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلیک شي.
په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو پرضد مبارزه د دغې هوکړې یوه برخه ده.