د ننګرهار ولایت سرخرود ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر یوه لیږدونکي موټر هوایي برید شوی دی.
دا پيښه تیره شپه د سرخرود ولسوالۍ ککړک سیمه کې شوې ده.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوږیاڼي د پيښې په تایید سره ویلي چې په دې برید کې د یو ماشوم په ګډون ۸ تنه ملکي کسان وژل شوي دي.
په وروستیو څو میاشتو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو له لوري په هوایي بریدونو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه ډیره زیاته شوې ده.
د بشري حقونو بنسټونو هم د افغانستان په جګړه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې ډيریدو له امله خواشیني ښودلې ده.