په کندز ولایت کې د یوه ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یوې مدرسې پنځه ماشومان وژل شوي شوي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند، نصریت رحیمي ویلي دا پیښه د دشت ارچي ولسوالۍ شهروان سیمه کې د مولوی احمد واقع مدرسې مخې ته د ایښودل شوي ماین د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.
په دې پيښه کې درې نومان ماشومان ټپيان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی ملی، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دا ماین د وسله والو طالبانو له لوري ځای پر ځای شوی و.
دا په داسې حال کې دي چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ سولې تړون په خاطر د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي کمولو باندې هوکړه شوې وه.
تر اوسه دا نه معلومه چې دا طرحه به له کومې ورځې پيلیږي، خو غیر رسمي سرچینو ویلي د تاوتریخوالي د کمولو بهیر له نن جمعې ورځې نه پيل شوی دی.