د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو ویلي په وروستیو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکراتو کې پرمختګونه شوي دي.
پمپیو ویلي هیله لري دواړه خواوې داسې پړاو ته ورسیږي چې تاوتریخوالی په عملي توګه کم شي او د سولې اصلي بهیر چې بین الافغاني خبرې دي، پيل شي.
مایک پمپیو ویلي د سولې راتلونکی پړاو به ستونزمن او اودږمهاله وي، خو امریکا ته به دا موکه ورکړي چې افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.
بله خوا افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې استازي رولاند کوبیا ویلي دغه ټولنه افغانستان کې د یوې ریښتینې هوکړې چې اوربند ته لاره هواره کړي، ملاتړ کوي.
رولاند امریکا غږ ته ویلي اروپایي ټولنه د افغان سولې بهیر ته اندیښمنه نه، بلکې هیله منه ده.
د ده په خبره، سره له دې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو واقعي پایله معلومه نه ده، خو دوی باور لري چې افغانستان کې سولې لپاره یو ښه فرصت رامنځته شوی دی.
د همدې ترڅنګ، د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ (ای هارټ) راډیو سره په تازه څرګندونو کې ویلي چې فکر کوي طالبانو سره یوې احتمالي هوکړې ته رسیدل نږدې شوي دي. ټرمپ ویلي د روانې فبرورۍ میاشتې ترپایه طالبانو سره د هوکړې د لاسلیک کیدو لپاره هیله بښوونکي نښې لیدل کیږي.
بله خوا د امریکا دفاع زیر، مارک سپیر هم پرون په بروکسل کې ویلي چې دتاوتریخوالي کمیدلو په تړاو د طالبانو وړاندیز باندې ناټو کې خپلو متحدینو سره خبرې کوي.
داسې هم ویل کیږي چې کیدای شي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي کمیدل، له نن جمعې ورځې پيل شي، خو تر اوسه رسمي سرچینو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست، اسدالله خالد هم بروکسل کې خبریالانو ته ویلي چې تر اوسه یې د ۷ ورځو لپاره د تاوتریخوالي کمیدلو جزیات نه دي ترلاسه کړي.