د افغان پناه غوښتونکي یوه بله ۳۱ کسیزه ډله چې جرمني کې یې د پناه غوښتنه رد شوې وه، نن پنجشنبې سهار کابل ته ورسیده.
د دویچه وله د رپوټ پر اساس په دې سرهد ۲۰۱۶ کال له ډسامبر میاشتې راهیسې له جرمني د ایستل شوو افغان پناه غوښتنونکو شمیر ۸۵۰ تنو ته ورسید.
د حامد کرزي هوایي ډګر چارواکو ویلي د دغو پناه غوښتونکو الوتکه نن سهار شاخوا اووه بجې افغانستان ته رسیدلې ده.
له دې وړاندې ۳۱ ځلې له جرمني افغان پناه غوښتونکي ایستل شوي او افغانستان ته شړل شوي دي.
دا په داسې حال کې دي چې لاهم افغانستان کې خلک له بې کارۍ او نا امني سر ټکوي او هره ورځ لسګونه ځوانان د دغو ښکارندو ښکار کیږي.
بې وزلي، بې کاري او نا امني له هیواده د ځوانانو د تیښتې اصلي عوامل بلل کیږي.
ولسمشر غني تر ولسمشر کیدو وړاندې ټاکنیزو کمپاینونو کې ویلي و چې افغانستان کې د کار موندنې شرایط زیاتوي، خو ښکاري چې تر اوسه یې پر خپلې هیڅ یوې ژمنې عمل نه دی کړی.