د کندهار ولایت امنیتي چارواکي وایي، په دغه ولایت کې یې د وسله والو طالبانو پنځه ډلې نیولې چې، له دې جملې یوې شپږ کسیزې ډلې پلان درلود چې، له ځانګړو تکتیکونو نه په استفادې افغان امنیتي ځواکونو ته زهر ورکړي.
د کندهار والي حیات الله حیات وايي، د نیول شویو ډلو له جملې یوې یې د پولیسو په کرښو کې تر استخدام وروسته پلان درلود، چې د مرکز او ولسوالیو د امنیتي پوستو د سقوط په موخه امنیتي ځواکونو ته زهر ورکړي.
د حیات الله حیات له قوله، په دغو ډلو کې هغه کسان هم شامل دي چې په مخامخ جګړو، غلچکي بریدونو، ماین ایښودلو او د قومي مشرانو په وژنو کې یې لاس درلود.
نیول شوي کسان وايي، له ډېورنډ کرښې هاخوا ورته د بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو روزنه ورکړل شوې
ځینې نیول شوي کسان وايي، له ډېورنډ کرښې هاخوا ورته د بېلابېلو ترهګریزو فعالیتونو روزنه ورکړل شوې ده.
دغه کسان په داسې حال کې نیول کېږي، چې په کندهار ښار کې غلچکي بریدونو او ولسوالیو کې مخامخ جګړو زور اخیستی، خو سیمه ییز چارواکي یې د مخنیوي ډاډ ورکوي.