د بشري حقونو د څارې نړیوالې ادارې د افغانستان دولت د جنسي تیري کوونکو د عاملین نیولو او محاکمه کولو کې پر ناکامۍ تور کړی دی.
دغې ادارې ویلي د افغانستان دولت تر اوسه په دې نه دی توانیدلی چې د افغانستان د فوټبال ښځینه لوبغاړو باندې جنسي تیري کوونکي او ځوروونکي ونیسي.
د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د دغه د فدراسیون د مشر کرام الدین کریم په ګډون یو شمیر غړي، د فوټبال ښځینه لوبغاړو جنسي ځورونې او له دوی ناسمې ګټې اخیستې باندې تورن شوي دي.
د بشري حقونو کمیسیون افغان دولت د لوګر ولایت د هغو مدني فعالانو د امنیت خوندي کولو کې هم پر غفلت تور کړی، چې څه موده وړاندې یې یاد ولایت کې پر زده کوونکو د جنسي تیري او جنسي ځورونې په اړه معلومات خپاره کړل.
دغې ادارې د افغانستان له حکومته غوښتي چې د عدالت تامین، د قربانیانو ملاتړ او د شاهدانو ساتنې لپاره جدي اقدامات وکړي.
د یادې ادارې په رپوټ کې راغلي چې دغو دوو پيښو ته رسیدنه د افغان دولت د ژمنو پر وړاندې یوه ازموینه ده.