په چین کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه ۱۵۰۰ تنه مړه شوي دي.
د چیني رسنیو د رپوټ پر اساس ۶۵زره تنه نور ددې ویروس له ناروغۍ سره لاس او ګریوان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان ویلي لا ژر ده چې د دغې ساري ناروغۍ د ختمیدو په اړه وړاندوینه وکړي.
د دغه سازمان عمومي منشي خبرداری ورکړی چې ممکن دغه بیماري هرې لورې ته خپره شي.
د کرونا ویروس چې اوس ورته ( کوویډ – ۱۹) نوم ورکړل شوی دی، تر اوسه یې د څه باندې ۱۳۰۰ تنو ژوند اخیستی او شاوخوا ۴۵زره نور کسان یې ناروغان کړي دي.
چیني چارواکو ویلي دغه ویروس تیره اونۍ تر وروستۍ حده په یوه ورځ کې څلور زره کسان ناروغان کړي دي.
شاوخوا ۳۰ نور هیوادونه هم له دغه ویروس سره لاس او ګریوان دي.
له چین وروسته جاپان دویم هغه هیواد دی چې زیاته قرباني یې ورکړې ده.