د ناټو عمومي منشي، ینس سټولټنبرګ، ویلي طالبان باید د تاوتریخوالي کمولو لپاره خپله ژمنتیا په عمل کې ثابته کړي، ترڅو بین الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
سټولټنبرګ د دې مطلب په بیان سره ویلي یواځې د بین الافغاني خبرو له لارې کیدای شي چې د افغانستان جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي.
هغه ویلي د هر هغه ګام هرکلی کوي چې افغانستان کې تاوتریخوالي کمولو لپاره لاره هواروي.
سټولټنبر دا څرګندونې په بروکسل کې د ناټو عمومي ناسته کې کړې دي.
د امریکا دفاع وزیر هم په دې ناسته کې ویلي ټاکل شوې ده چې د نن ورځې غونډه کې د افغانستان پر وضعې خبرې وشي.
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي کیدای شي راتلونکو څو ورځو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تاوتریخوالي کمولو په شرط طالبانو سره د هوکړې د لاسلیک کولو خبره کړې ده.