ولسمشر غني نن پنجشنبه سهار د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د مونیخ ۵۶مه امنیتي ناسته کې د ګډون په موخه جرمني ته روان شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند، صدیق صدیقي په خپله ټویټر پاڼه کې لیکلي چې ولسمشر غني به د دغې ناستې په څنډه کې د یو شمیر هیوادونو له استازو سره هم ووینی او دوی سره به د افغانستان د سولې او ثبات په اړه خبرې وکړي.