د سالنګ لویه لاره د زیاتې واورې وریدو او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست د چهارشنبې په ورځ ناوخته په یوه اعلامیه کې ویلي چې په سویلي سالنګ کې سختې واورې او په شمالي سالنګ کې توند توپانونه د دې لامل شوي چې دغه لاره د موټرو د تګ راتګ پرمخ وتړل شي.
دا لاره د احتمالي پيښو او انسانی تلفاتو د مخنیوي لپاره د لنډ وخت لپاره تړل شوې ده.
دغه لاره هر کال د سختې واورې وریدو له امله وخت نا وخته تړل کیږی.