د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کیدلو او د امریکايي ځواکونو ایستلو ته غاړه ایښې ده.
خو ټرمپ دا شرط ایښې چې طالبانو باید په دوام دار ډول د تاوتریخوالي کمیدلو ژمنه وکړي او خپلې ژمنې په عملي ډول ثابتې کړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو شمیر افغان او امریکایي چارواکو له قوله لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مایک پمپیو د ټرمپ د دې هوکړې په اړه افغان چارواکو سره ټلیفوني خبرې کړي دي. مایک پمپیو د سولې په تړاو وروستیو پرمختګونو پر تړاو ولسمشر غني او اجراییه مشر عبدالله عبدالله ته معلومات ورکړي دي.
د سرچینې په وینا د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د تړون له لاسلیک کیدو سره به امریکا د مهالویش سره سم له افغانستانه د خپلو سرتیرو د ایستلو لړۍ پيل کړي او ورسره جوخت به د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې هم پیل شي.
له نښو نښانو داسې ښکاري چې کیدای شي په راتلونکو څو ورځو کې د دواړو غاړو ترمنځ د سولې تړون لاسلیک شي.
د سولې له خبرو باخبره سرچینو ویلي چې د سولې لسم پړاو مذاکرات خورا بریالي وو او دواړه لوري ګټورو پایلو ته رسېدلي دي. سرچینې وايي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه رامنځ ته شوې ده. سرچینه وایي طالبانو دا منلې چې د اوږده مهال لپاره به تاوتریخوالی کموي او بین الافغاني خبرو کې به پر نورو مسایلو بحث کېږي. له دې سره جوخت د طالبانو پوځي قومندانانو له سیاسي مشرانو غوښتي چې د سولې خبرې دې ډېرې نه اوږدوي ځکه ددوی پر جګړه ییزو فعالیتونو او پلانونو منفي اغېز کولی شي.