د پاکستان پښتون سندرغاړی شهسوار خان د سندرو ډګر ته د بیا راتلو اعلان کړی دی
شهسوار خان دوه کاله وړاندې د تبلیغیانو په هڅه له سندرو لاس اخیستی و او تبلیغ ته یې مخه کړې وه، خو اوس وایي غواړي تبلیغ او سندرې دواړه وکړي.
شهسوار خان د امریکا غږ ډیوه راډیو سره په مرکه کې ویلي چې په تیرو دوو کلونو کې نه حکومت، نه د تبلیغ ملګرو او نه عامو خلکو د هغه پوښتنه وکړه.
شهسوار ویلي هغه د دې ترڅنګ چې یوهنرمن دی، د دوو اولادونو پلار هم دی او د دغو اولادونو د پالنې او روزنې لپاره اړ دی چې دنیاوي چارې هم د خپل توان تر کچې پرمخ بوځي.
شهسوارویلي اوس یو ځل بیا سندرې وایي، خودا ځل به یې د سندرو معیار جلا وي او د غوره معیاري کلامونو ترڅنګ به صوفیانه کلامونو ویلو ته ارزښت ورکوي.
شهسوار ویلي له دې وروسته فلمونو کې کار نه کوي او نه هم فلمونو ته سندرې وایي داځکه چې د ده په وینا پښتو فلمونو کې فحاشي ډیره ده او نه غواړي چې د فحاشې د خپرولو برخه ووسي.
د یادولو وړ ده چې له شهسوار نه مخې یو شمیر نورو پاکستاني هنرمندانو هم د تبلیغ له امله خپل مسلک خوشې کړی دی.
په دې هنرمندانو کې سندرغاړی شازخان، سندرغاړی شهنشاهباچا، د پښتو فلمونو د منفي رول تکړه اکټرنعمت سرحدي او د فلمونو وتلی وفات شوی ټوکمار لیاقت میجر شامل دي.