د افغانستان د اسلامي ګوند مشر، ګلبدین حکمتیار ګواښ وکړ چې که چیرې یې د ټاکنو کمیسیون قانوني غوښتنې ونه مني، نو د ټاکنو پایلې ورته د منلو نه دي.
ښاغلي حکمتیار نن سه شنبې کابل کې یوې خبرې ناستې ته خبرې کولې.
ګلبدین حکمتیار وویل د ټاکنو کمیسیون د هرې رایې پر وړاندې مسوولیت لري او دغه کمیسیون حق نه لري چې ان یوه قانوني رایه هم باطله کړي او دغه راز حق نه لري چې غیر قانوني رایې په حساب کې راولي.
حکمتیار د سولې په تړاو هم وویل چې افغان جګړه یوازې د بین الافغاني خبرو له لارې د حل وړ ده او ددې تمه شته چې دغه خبرې ژر پیل شي.
هغه زیاته کړه چې کیدای شي په نږدې راتلونکي کې د طالبانو او امریکا ترمنځ هوکړه وشي، خو که چیرې دا هوکړه ونه شي، نو پړه به یې د امریکا پر غاړه وي.
هغه وویل د سولې په اړه یې یوه طرحه هم جوړه کړې ده او ډېر ژر به یې له خلکو او رسنیو سره شریکه کړي.
د حزب اسلامي مشر د سولې په تړاو په کور د ننه اجماع هم مهمه وبلله او په خبره یې ټول ملت باید د سولې په اړه یوه خوله او یو دریځ شي.