په چین کې د کرونا په نوم وژونکي ویروس تیره ورځ د ۱۰۸ کسانو ژوند واخیست او خپله تر ټولو خونړۍ ورځ یې تیره کړه.
چیني رسنیو ویلي چې تر اوسه شاوخوا ۴۲زره تنه په دې ناروغۍ اخته شوي دي.
شاوخوا ۱۰۰۰ تنه نور د دې ناروغۍ له امله مړه شوي دي.
تر اوسه د ناروغۍ د کنټرول واکسین جوړولو ټولې هڅې ناکامې شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم د متخصصو ډاکټرانو یوه ډله بیجنګ ته د مرستې لپاره استولې ده.