امریکا د افغانستان لپاره په ۲۰۲۱ کال کې څوارلس میلیارډه ډالر پوځي بودجه په پام کې نیولې ده.
ویل کیږي چې دا په افغانستان کې د امریکا ماموریت له پيلیدو راهیسې تر ټولو کمه بودجه ده.
دا بودجه د تیر کال د بودجې په پرتله درې سلنه کمه ده.
امریکا په افغانستان کې د افغان ځواکونو د روزنې او دوی ته د سلا مشورو ورکولو ماموریت لري.
افغانستان لپاره د امریکا د ۲۰۲۰کال بودجه ۱۷ میلیارد ډالر و.
پنټاګون د دغې بودجې د کموالی لامل په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د شمیر کمیدل بللي دي.
د امریکا او طالبانو استازي همدا اوس په قطر کې د افغانستان د جګړې پر ختمولو خبرې کوي.
ویل کیږي چې دواړه خواوې د اوربند ټینګښت یا تاوتریخوالي کمولو باندې خبرې کوي.