د جوکر د فلم لوبغاړی جوکین فونیکس په نارینه لوبغاړو کې د اسکار د کال د غوره لوبغاړي جایزه واخیسته.
د هالیووډ سینما لوبغاړی جوکین فونيکس چې وروستیو کې یې په جوکر یا (ټوکي) فلم کې د ښه لوبیدو له امله د ګلډن ګلوب یا تر ټولو غوره نارینه لوبغاړي جایزه هم ګټلې وه،اوس یې د اسکار معتبره جایزه ترلاسه کړه.
جوکین فونیکس په خپل وروستی فلم جوکر کې زیات شهرت ترلاسه کړ.
جوکر فلم د داسې یوه شخصیت ښکارندويي کوي چې د ننه له زیاتو روحي او فزیکي ناروغیو سره لاس او ګریوان وي، خو په ظاهر کې د خلکو خندولو لپاره په ځان رنګونه موښي او هڅه کوي چې خلکو ته ټوکمار ښکاره شي او د دوی څو شیبې خوشحاله تیرې کړي.
د اسکار اکاډمۍ تیره شپه د جوایزو د ورکړې د ۹۲یمې دورې جایزې اعلان کړې.
په دې جایزو کې د پرازیټ (Parasite) فلم د کال د غوره فلم جایزه او د دغه فلم ډایرکټر بونګ جونګ هو د غوره ډایرکټر جایزه واخیسته.
امریکایۍ لوبغاړې ریني زیلویګر (Renée Zellweger) بیا په ښځینه لوبغاړو کې د کال د غوره ښځینه لوبغاړي ترلاسه کړې ده.
همداشان ټوی سټوري (Toy Story) دغوره انیمیشن یا کارټوني، American Factory د غوره مستند فلم،Parasite د غوره نړیوال فلم، د1917 فلم دغوره انځور اخیستنې او Little Women د کالیو د غوره طراحۍ جایزې اخیستې دي.
اسکار جایزې هر کال د سینما او غوره برخو کې د وړتیا وړ کسانو او په زړه پورې کارونو ته ورکول کیږي.