د پښتون ژغورنې غورځنګ فعالې غړې ثنا اعجاز او وړانګه لوڼۍ لورلایي جلسې ته په لاره د پاکستاني ځواکونو له لوري نیولې شوې دي.
دوی نن یکشنبې لورلایي ته د ارمان لوڼي د تلین په مناسبت جوړې شوې جلسې ته پر لاره روان و، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري نیول شوي دي.
د وړانګې لوڼې او سنا اعجاز نیول د پي ټي ایم مخکښ مشر محسن داوړ هم تایید کړې ده او ویلي دي چې دوی د ریاست په غوښتنه د پوځیان له لوري نیول شوي دی.
ویل کېږي د ثنا اعجاز او وړانګې لوڼي سره عارف صدیق او دوه نورې مبارزې نجونې هم وې چې لایې په اړه معلومات نه دي خپاره شوي.
راپورونه خپاره شوي دي چې ګواکې پاکستاني پوځیانو د غونډې مخنیوی کړی دی او په زرګونه خلک یې غونډې ته نه دي پرې ايښي.
په لورلایي کې پاکستاني چارواکو هم منلې ده چې د دې جلسې مخنیوی یې ځکه کړی دی چې د پښتون زغورنې غورځنک غړو د ریاست پر ضد لاریون کړی دی.
خو د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو ویلي دغه میرمنې څو ساعته وروسته بیرته خوشې شوي دي.
دا په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو د نیولو لړۍ ده.
دوه ورځې وړاندې د دغه غورځنګ یو بل فعال کړی ګیله من پشتین هم په بحرین کې ونیول شو.