د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنو ډیموکراټه نومانده، الیزابت وارن د افغانستان حکومت یو فاسد حکومت بللی دی.
اغلې وارن د جمعې په ورځ یوې ټاکنیزې مناظرې کې د خبرو پرمهال ویلي د افغانستان حکومت یو فاسد حکومت دی او د افغانستان خلک له دې حکومته په تنګ شوي دي.
هغې ویلي: “دغې جګړې موږ ته څه راکړي؟ اوسمهال د افغانستان حکومت د دغه هیواد له ۶۰سلنې کمه برخه په واک کې لري، خلک پر دغه حکومت باور نه لري، دا یو فاسد حکومت دی، د مخدره توکو سوداګري پکې تر هر وخت زیاته ده.”
هغې زیاته کړې چې د افغانستان کړکیچ د جګړې له لارې نه حلیږي او باید امریکایي ځواکونه له دغه هیواده ووځي.
وارن ویلي: “غواړم پوهه شم چې زموږ متحدین چیرته دي، موږ ټول د ترهګرو کنټرول او دوی پر وړاندې مبارزه کې ګټه لرو، خو دا په دې مانا نه ده چې امریکا د دغې بې پایې جګړې بار پر اوږو پورته کړي، دا زموږ خوندیتوب کې مرسته نه کوي، دا سیمه نشي خوندي کولی او دا نړۍ ساتنې لپاره هم مرسته نه کوي.”
هغې ویلي امریکا باید له خپلو ملګرو سره د ترهګرۍ کنټرولولو کې یوځای کار وکړي.
مېرمن وارن ویلي: “موږ اړتیا لرو چې د افغانستان جګړه پای ته ورسوو، موږ پنځه نور کلونه انتظار نشو کولی، موږ اړتیا لرو چې خپل ځواکونه کور ته راستون کړو.”
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي قطر کې د طالب او امریکایي استازو ترمنځ د سولې خبرې د یو لړ اختلافونو له امله په ټپه دریدلي دي.