د ثبات او همپالنې ټیم دوهم مرستیال اسدالله سعادتي او ځینې نورو سرچینو یک تلویزیون ته ویلي چې، د حنیف اتمر ترمشرۍ لاندې د «سولې او اعتدال ټیم» دوهم مرستیال حاجي محمد محقق د عبدالله عبدالله ترمشرۍ لاندې د «ثبات او همپالنې ټیم» سره یو ځای شوی دی.
د ریپوټونو له مخې، د سولې او اعتدال ټیم د تیرې یوې میاشتې راپدېخوا له خپلمنځي اختلافونو سره مخ دی چې وروسته یې د یوې اعلامیې په خپرولو خپل ټاکنیز فعالیتونه هم ودرول.
د یادونې وړ ده چې خپله حاجي محمد محقق تراوسه پدې اړه څه نه دي ویلي.
د سولې او اعتدال ټیم کې ځینې پېژندل شوې سیاسي څېرو لکه عطاء محمد نور، حاجي محمد محقق، محمد یونس قانوني او حنیف اتمر سره راټول شوي وو.
تراوسه ددغه ټیم د نورو سیاسي څېرو د دریځ او برخلیک په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. بشپړ جزییات ډېر ژر …