د مایکروسافټ کمپینۍ مشر بېل ګټس او د هغه مېرمن ملینډا ګټس ګډ خیریه بنسټ په چین کې د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزې لپاره د ۱۰۰ میلیون ډالرو مرستو اعلان کړی دی.
د دغه بنسټ په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دا پسې به د ناروغۍ مهارولو د ناروغانو درملنې او د کرونا پرضد واکسین موندلو باندې ولګول شي.
د دې پيسو له کچې ۲۰ میلیونه یې په اسیا او افریقا کې تر څار لاندې وګړو ساتنې باندې لګول کیږي او ۲۰ میلیونه نور یې دې برخه کې بوختو سازمانونو ته ورکول کیږي.
په دې سازمانونو کې د روغتیا نړیوال بنسټ، د امریکا د ناروغیو مخنیوي بنسټ، د چین د روغتیا ملي کمیسیون او د دغه هیواد دناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز شامل دي.
پاتې نور ۶۰ میلیونه یې د کرونا پرضد واکسین جوړولو بهیر ګړندي کولو او درمل موندلو لپاره ځانګړي شوي دي.
په چین کې د کرونا ویروس له امله تر اوسه شاوخوا ۸۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰زره نور د ناروغۍ پر بستر پراته دي.