د افغانستان حکومت په هیواد کې د میشتو هندوانو او سیکانو عبادت ځایونو بیا رغونې لپاره ۵۰ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.
د مالیې وزارت وایي چې دغه پیسې د ۱۳۹۹ کال په ملي بودجه کې د هندو او سیک مذهبو د عبادت ځایونو بیارغونې لپاره منل شوي دي.
ددغه وزارت ویاند شمروز خان مسجدي رسنیو ته ویلي چې د تېرکال په مالي بودجه کې یوازې دوه میلیونه افغانۍ د هندو او سیک مذهبو لږکیو د عبادت ځایونو د بیارغونې لپاره ځانګړې شوې وې، خو سږ کال دا کچه ۵۰ افغانیو ته زیاته شوې ده.
ټاکل شوې ده دغه پيسې په خوست، ننګرهار، کابل، هرات، کندهار، پکتیا، لغمان، کندز او غزني ولایتونو کې د دغو لږکیو عبادت ځایونو جوړولو باندې ولګول شي.
افغان هندوان وايي په ټوله کې په دغه هېواد کې ۱۸ عبادت ځایونه او سیمې شته چې ددوی په ټکو بیارغاونې ته یې اړتیا لیدل کیږي.
له پېړیو راهیسې په افغانستان کې سیکان او هندوان ژوند کوي، خو په وروستیو لسیزو کې ددې مذهبي لږکیو ځمکې، دوکانونه، کورونه او نورې شتمنۍ د زورواکو له لوري غصب شوي دي