د امریکا ملي دفاع وزیر، مارک سپیر ویلي هیڅکله به پرینږدي چې ترهګر له افغانستان څخه بیا ځلي د امریکا پر ضد برید وکړي.
مارک اسپر چې د واشنګټن جانس هاپکینز نړیوالو مطالعاتو په پوهنتون کې یې خبرې کولي ویلي چې د امریکا پوځ او دیپلوماټان دمګړۍ په افغانستان کې د ستر ماموریت د ترسره کولو په حال کې دي،ترڅو ډاډ ترلاسه شي چې نور هیڅکله د افغانستان له ادرس څخه د امریکا پر ضد برید نه کیږي.
خو د امریکا دفاع وزیر ټینګار کړی چې د افغانستان په ګډون په سیمه کې د ایران نیابتي ډلې ګډوډي او په سیمه کې د امریکا ګټو ته ګواښ رامنځته کړي.
مارک اسپرویلي: “موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې افغانستان هیڅکله بیا ځلي د ترهګرو په امن ځای باندې نه بدلیږي چې ترې ترهګر وکړای شي د امریکا پرضد بل برید ترسره کړي،فکر کوم چې زموږ پوځ او د ديپلوماټانو پلاوی اوس مهال په دې برخه کې د یوه ستر کار د ترسره کولو په حال کې دي.د سپټامبر یوولسمې نیټې برید څخه وروسته دغه څیر پیښه نده رامنځته شوې او د امریکا پر وړاندې د دغه څیر برید د ترسره کېدو مخنیوی دمګړۍ زما مسوولیت دی.“
دا په داسې حال کې دي چې ویل کیږي د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې یو کلن مذاکرات د ځینو اختلافونو له امله په ټپه دریدلي دي.