په کندهار کې د هېواد په کچه د درملو د تولید تر ټولو لویه فابریکې د جوړولو ۷۰سلنه چارې بشپړې شوي دي.
د عامې روغتیا چارواکو ویلي چېد دې فابریکې له فعالېدو سره به هېواد د درملو په برخه کې پر خپل ځان بسیا شي او د غیر معیاري درملو واردېدو مخنیوی به هم وشي.
د دغې فابریکې د جوړولو چارې ۷۰سلنه بشپړې شوي او د ۲۰۲۰ کال تر نيمايي به یې ټولې چارې بشپړې شي.
د مسوولينو په خبره، د (سنو فارما) په نوم دغه فابریکه به پر نړیوال معیار درمل تولیدوي چې د کار ټول بهیر به یې د نړیوال روغتیايي سازمان له خوا څارل کېږي.
د يادې فابریکې مشر، محمد سعید صدیق ویلي چې د درملو دغه فابریکه د ۷۱ افغان سوداګرو په ګډه ونډه جوړېږي چې د په هېواد کې د ډېرو پانګه والو لومړنی سهامي شراکت دی.
د مسوولینو په خبره، دغه فابریکه په ۲۷ جریبه ځمکه کې د نژدې ۵۰ میلیونه ډالرو په لګښت جوړېږي چې په ۷ ساعته کې به دوه میلیونه ټابلېټو، یو میلیون کپسول او سل زره سېرومونو د تولید وړتیا ولري.
افغانستان د درملو د جوړونې له پلوه پر ځان بسیا هېواد نه دی او اوس هم د خپلې اړتیا وړ درمل تر ډېره له پاکستان، هند، ایران، ترکیې او نورو هېوادونو څخه واردوي.
کندهار کې د روغتیا چارواکي په دې باور دي چې د سنو فارما په نوم د دغې لویې فابریکې فعالیت به د ډېرو درملو د واردولو مخنیوی وکړي.
د دغو مسوولینو په خبره، دغه فابریکه به د روغتیا نړیوال سازمان او عامې روغتیا وزارت تر څار لاندې فعالیت کوي او معیاري درمل به تولیدوي.
د معلوماتو له مخې، په کندهار کې دا مهال ۱۷۰ د درملو راجسټر شوې کمپنۍ شته چې له پاکستان او نورو هېوادونو څخه درمل واردوي.
د روغتیايي چارو د کتونکو په اند په هېواد کې د بې کیفیته درملو د موجودیت د دې لامل شوی چې ډېر ناروغان بهرنیو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان او هند ته د درملنې لپاره لاړ شي.
د معلوماتو له مخې پاکستان او هند هر کال د افغان ناروغانو د درملنې او او درملو له درکه میلیونونه ډالر عاید تر لاسه کوي.