د هرات ولایت ځایي چارواکي وایي دغه ولایت کې د تیر یو کال په موده کې د ځان وژنې ۱۷۰۰ پيښې ثبت شوي دي.
د هرات د عامې روغتیا چارواکو ویلي چې د ځان وژنې دغو پيښو له ډلې ۲۶ تنه د مسمومیت یا سوځیدوشدت له امله له منځه تللي دي.
د شمیرو له مخې دغه موده کې ۱۱۵۷ تنو میرمنو او ۵۹۴ تنو نارینه د مسموم کوونکي موادو خوړولو سره د ځان وژنې هڅه کړې ده، چې له دې ډلې ۱۱ میرمنې او ۸ نارینه له منځه تللي دي.
د همدې ترڅنګ د هرات د بشري حقونو ریاست د ځان وژنې د ۸ پيښو د ثبتولو خبره کړې.
د هرات مدني ټولنو د ځان وژنې د پيښې دغه کچه بوږنوونکې بللې.
د دغه ولایت چارواکو د ځوانانو ظرفیت لوړولو او ځان وژنې کچې کمولو لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونو د پیلولو خبره کړې ده.
دا چې د دغو پيښو ډیری قربانیان میرمنې دي، نو د نیوکې ګوته هم تر ډيره د ښځو د حقونو مدافعینو ته نیول کیږی.
خو داسې هم ویل کیږي چې په هرات ولایت کې د ځان وژنې د پيښو کچه تردې هم زیاته ده، ځکه چې خلک د ټولنیز ننګ له امله په دولتي ادارو کې د داسې پيښو له ثبتولو ډډه کوي.
د یادولو ده چې دا یواځې هرات نه دی چې خلک پکې د ځان وژنې هڅه کوي، بلکې په نورو ولایتونو کې هم د داسې پيښو زیات رپوټونه خپریږي.