د پاکستاني طالبانو دوه تنه لوړپوړي مشران د افغانستان په پلازمینه کابل کې وژل شوي دي.
د پاکستان استخباراتي سرچینو ویلي دغه کسان تیره میاشت کابل کې وژل شوي دي.
دغو کسانو کې یو یې شیخ خالد حقاني د پاکستاني طالبانو پخوانی مرستیال او اوسنی لوړپوړی مشر او بل تن یې قاري سیف یونس دی چې هغه هم پاکستاني طالبانو کې مهمه سټه وه.
د دغو کسانو مړي تیره میاشت د کابل انټرکانټینینټل هوټل ته څيرمه موندل شو و، خو دا چې د دوی هویت معلوم نه و، د دوو کسانو د جسدونو موندل کابل کې کومه لویه خبره نه ده.
ځینو سرچینو ویلي و چې دغه کسان د پاکستاني طالبانو د مشر له خوا کابل ته د ځینو کسانو لیدنې لپاره راغلي و، خو معلومه نه ده چې د دوی د لیدنې موخه څوک و.
د پاکستاني طالبانو تحریک هم دا پيښه منلې او ویلي دي چې د دوی مړي یې د افغانستان په پکتیکا ولایت کې خاورو ته سپارلي دي.