چیني رسنیو ویلي د (لي وینلیانګ) چې په لومړي ځل یې د کرونا ویروس د خپریدو خبرداری ورکړی و، خپله د دغې ناروغۍ له امله مړ شوی دی.
۳۴کلن لي تیره شپه په وهان ښار کې مړ شوی دی.
چین کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي هغه یو اتل یاد کړی دی.
د نړۍ روغتیایي سازمان هم د دغه ډاکټر په مړینې خواشیني ښودلې ده.
دغه ډاکټر د تیر میلادي کال په ډسامبر میاشت کې د یوې ناپيژندې وژونکې ناروغۍ چې اوس ورته کرونا ویل کیږی، د راتلو خبرداری ورکړی و، خو هغه مهال د چینایي حکومت له خوا د شایعاتو د خپرولو په تور وغوښتل شو.
ډاکټر لي چې تردې مهاله په ووهان ښار کې د کرونا ناروغانو درملنې باندې بوخت و، پنځه ورځې وړاندې ویلي و چې خپله د ناروغۍ ښکار شوی دی.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په یوه رپوټ کې ویلي چې ټاکل شوې ده په همدې ورځو کې د ډاکټر لي دویم زوی دنیا ته سترګې وغړوي.
په چین کې د کرونا ناروغۍ له امله تر اوسه ۶۳۰ تنه مړه شوي او ۳۱ تنه نور ورسره لاس او ګریوان دي.