په چین کې یوه میرمن له دې امله د جنسي تیرې کوونکي له منګولو وژغورل شوه، چې ځان یې پر کرونا ویروس باندې ککړه ور معرفي کړل.
د چیني رسنیو د رپوټ له مخې دغې میرمنې د جنسي تیرې پرمهال وټوخیده او ویې ویل چې تازه د ووهان له ښاره راغلې او د کرونا نښې پکې لیدل شوي دي.
میرمنې ویلي د دې لپاره کور کې یواځې ده چې نه غواړي د باندې نور خلک ورباندې اخیسته شوي، نو له همدې امله تیری کوونکی ویریدلی او تښتیدلی دی.
خو د تیري کوونکي له تیښتې وروسته معلومه شوې چې د کور د ښځې مبایل او د ۴۳۰ امریکایي ډالرو معادل یوان پیسې بیګانه سړي له ځان سره وړي دي.
دا پيښه د جنورۍ میاشتې په ۳۱مه نیټه هغه مهال شوې چې ښځه په کور کې د استراحت په حال کې وه.
میرمنې له پيښې وروسته پولیسو ته خبر ورکړی او پولیسو د مجرم کس د موندلو پلټنې پيل کړي دي.
له څه مودې وروسته د جونیس ښار یو ۲۵کلن اوسیدونکی پولیسو ته ورغلی او د خپل ګناه اعتراف یې کړی دی.
دغه کس له خپلې کورنۍ سره تر لانجې وروسته له کوره تښتیدلی و.
کرونا ویروس په چین کې خلک له ډیرو سونزو سره مخ کړي دي.
تر اوسه د دغې ناروغۍ له امله شاخوا ۵۰۰ کسان مړه شوي او ۲۰زره نور ورسره لاس او ګریوان دي.