د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې نن د ایرلنډ خلاف ۳ نړېوالو شل اوریزه لوبو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه.
د کریکټ بورډ مشر فرحان یوسفزي د معلوماتو له مخې په دغه نوملړ کې ټول هغه لوبغاړي شامل دي چې په شل اوریزه لوبو کې ښه لوبیدلي او هم ددې بڼې کرکټ کولو ښې تجربې لري چې د نورو لوبغاړو له منځه د خپل تکړښت او اړتیا له مخې د غوراوي کمیټې لخوا غوره شوي دي.
ښاغلي فرهان په خپله فیسبوک پاڼه کې لیکلي شاپور ځدران د پخوانۍ تجربې او وروستېو خوارېو وروسته بیرته د یو نیم کلن ځنډ دافغانستان شل اوریزه کرکټ ملي لوبډلې ته راستون شوې او هم دوه نویو ځوانانو عضمت الله عمرزي او قیس احمد ته هم چې دافغانستان کرکټ له پاره ښه راتلونکې لري د تجربه کاره لوبغاړو ترڅنګ په ملي لوبډله کې چانس ورکړل شوی دی.
د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ درې شل اوریزې لوبې د مارچ میاشتې په۶مه، ۸مه او ۱۰ نېټه د هند په ګریټر نویډا لوبغالي کې ترسره کیږي.