د امریکا په سنا کې برلاسه جمهوري غوښتونکو ولسمشر ډونالد ټرمپ ته پرون د استیضاح په محاکمه کې له دواړو تورونو څخه برائت ورکړ.
له واک څخه د ناوړه استفادې په برخه کې دوو پنځوس سناتورانو د ولسمشر له استیضاح سره مخالفت وکړ او اته څلويښت د هغه د استیضاح غوښتنه وکړه.
په دوهمه مسئله کې چې د کانګرس د تحقیقاتو په وړاندې یې خنډ جوړ کړی دی، درې پنځوس سناتورانو د استیضاح په مخالفت رایه ورکړه او اوه څلويښت موافقه رایه وکاروله.
دټرمپ د استیضاح لپاره د سنا له درېیو د دوو برخو موافقه ضروري وه او ډیر لږ امکان درلود ځکه چې د سنا له سلو څوکیو درې پنځوس د جمهوري غوښتونکي دي.
د امریکا په تاريخ کې دا دریم ځل دی چې د استازو جرګه د ولسمشر له استیضاح سره موافقه کوي او موضوع سنا ته راجع کېږي.