امریکایي ځواکونو په خوست ولایت کې د خپل یوه قراردادی غړي د تښتول کیدو خبر ورکړی دی.
د امریکا نیوز مجلې د رپوټ له مخې دا امريکايی مارک ار فریشز نومیږي او د امريکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی دی.
سرچینې وایي دا کس د تېرې جمعې په ورځ د طالبانو له لورې تښتول شوی دی.
د سرچینې په وینا امريکايي مارک ار فريشز په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د پيمانکار یا قراردادي په توګه کار کاوه.
که څه هم تر دې مهاله کومې ډلې ددې کس د تښتولو مسوليت نه دی منلی، خو امريکا پر دې باور ده چې دا کس د حقاني شبکې له لورې تښتول شوی دی.
نيوز ويک ويلې چې امريکا له تېري اونۍ راهېسی ددې امريکايي د ازادولو په موخه هڅې پيل کړي دي.