امنیتي چارواکي وایي د ننګرهار د هسکې مینې ولسوالۍ لپاره د طالبانو د نومول شوي ولسوال او درې مهمو قوماندانانو په ګډون ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه وسله وال د ننګرهار ولایت په شیرزادو، هسکه مینې، اچین او سرخ رود ولسوالیو کې د بېلابېلو ځمکنیو او هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي دي.
د هسکې مینې ولسوالۍ لپاره د وسله والو طالبانو نومول شوی ولسوال زیارت ګل د یادې ولسوالۍ په کڅ کلي کې د هوایي برید په ترڅ کې له څلورو نورو ملګرو سره یو ځای ووژل شو.
په همدې حال کې د اچین ولسوالۍ په خروې او د سره رود ولسوالۍ په شمشپور سیمو کې د هوایي بریدونو او ځمکنیو عملیاتو په ترڅ کې د مولوي بصیر او دلاور چې مشهور په شفیق وو، په ګډون یې ۱۲ وسله وال طالبان ووژل شول .
په ورته وخت کې د شیرزادو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د پیل شویو عملیاتو پر مهال د تېرو څلرویشت ساعتونو په ترڅ کې د یو قوماندان په ګډون ۶ وسله وال طالبان وژل شوي دي. د دې عملیاتو پر مهال چې د مخالفینو وسلې او مهمات هم لمنځه تللي،ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی.