د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ ویلي نه غواړي افغانستان کې سلګونه زره کسان ووژنی، کوم چې ډيری په بشپړ ډول بې ګناه دي.
ټرمپ د امریکا کانګرس ته د خپلې دریمې کلنۍ وینا پرمهال وویل طالبانو سره د سولې خبرې دوام لري او غواړي چې د امریکا دغه تر ټولو اوږده جګړه نور پای ته ورسوي.
ښاغلي ټرمپ وویل، په افغانستان کې موجودو امریکایي پوځیانو پخپل عزم او زړورتیا سره د جګړې په میدان کې زیات پرمختګ کړی، چې له کبله یې دا مهال له وسلوالو طالبانو سره خبرې روانې دي.
ټرمپ زیاته کړه چې نه غواړي په افغانستان کې زرګونه خلک خصوصاً بې ګناه ملکي وګړي و وژني او نه دا د امریکې دنده ده چې له نورو هېوادونو د قانون عملي کوونکو ادارو په توګه کار واخلي.
“هلته جنګیالي دي چې هغوی که غواړي جګړه وګټي یا غواړي هیڅ ونه جنګېږي، خو موږ په دې اړه کار کوو چې د امریکې دا تر ټولو اوږده جګړه پای ته و رسوو او خپل پوځیان بیرته خپل هېواد ته را ستانه کړو”.
ټرمپ په خپله وینا کې د امریکې د کورني اقتصاد، تجارت، امنیت، روغتیا او تعلیم تر څنګ پر ځینو بهرنیو موضوعاتو هم خبرې وکړې او ویې ویل حکومت یې د خپل هېواد د ملي امنیت دفاع کوي او د بنیادپرستې اسلامي ترهګرۍ په ضد مبارزه کوي.
ولسمشر ټرمپ په ټینګار سره وویل چې ایران باید خپلو ایټمي وسلو ته وده ورکول، د ترهګرۍ خپرول، وژنې او تباهي و دروي او د خپلو خلکو د ښېګړې لپاره کار وکړي. وایي د امریکې د بندیزونو له کبله د ایران اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی، وایي که ایران خپله اوسنۍ تګلاره بدله کړي نو امریکا ورسره بیرته په اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته کولای شي.