نړیوال بانک له طالبانو سره د احتمالي سولې هوکړې وروسته، له افغانانو سره د مرستو په اړه د نړیوالو او افغانانو د مشورو راټولو لړۍ پیل کړې ده.
د نړیوال بانک د خبرپاڼې له مخې، دغه بانک سره له نن نه (اگست ۲۲ مه) په افغانستان کې له طالبانو سره د احتماليهوکړېتړون وروسته د پراختیايي فعاليتونو په موخه؛ له نړیوالو او افغان همکارانو مشورې راټولو بهیر پیل کړ.
د خبرپاڼې له مخې، دغه بانک د خپلو نړيوالو او افغان همکارانو د نظرونو راټولو په اړه څو ناستې ترسر کړې دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې، د ۲۰۱۸ميلادي کال د ژنيو کنفرانس کې د وزیرانو په کچه له نړیوال بانک نه غوښتنه شوې وه چې، د سولې له تړون وروستهد فقر کچې کمولو، اقصادي ودې او پراختيا په موخه د انکشافي پروژو د هماهنگۍ لپاره يوه هر اړخيړه طرحه جوړه کړي.
په افغانستان کې د نړيوال بانک رییس هينري کرالي وايي:«زموږ هڅې په دې برخه کې په څو برخو متمرکزې دي. په لومړي گام کې غواړو وښیو، چې د سولې تړون کولی شي، د باثباته اقتصادي ودې او انکشاف لپاره فرصت رامنځته کړي او دا بهير په جګړه کې د ټولو ښکیلو خواوو په ګټه ده. دوهم؛ موږ غواړو يو لړ بالقوه اصول او لومړيتوبونه په نښه کړو، چې له سياسي هوکړې وروسته يې پر بنسټ د اقتصادي ودې پروگرام د پلانولو لپاره اړينې او ګټورې پرېکړې وکړو. بالآخره موږ دا مهال د داسې اقتصادي طرحو په راټولولو پسې يو، چې په افغانستان کې د سولې ساتلو او سوکالۍ لپاره زمينه مساعده کړيږ»
د خبرپانې په ټکو د اړوندو همکارانو د مشورو او نظرياتو لومړنۍ مسوده جوړه شوې، خو لا هم اړتيا ده چې د خپلو نړيوالو همکارانو او افغانانو پراخ نظريات راټول کړو.
په افغانستان کې د نړيوال بانک د دفتر رييس څرگنده کړه: “په افغانستان کې د سولې ټينگېدو هڅې د عطف ټکي ته رسېدلې دي. په دې بهير کې د نړيوال بانک دنده په تحليل او تخنيکي سلامشورو محدوده ده او په هېڅ ډول د ښکېلو اړخونو تر منځ د سولې خبرو اترو کې رول نه لري. د افغانستان د راتلونکې لپاره د اقتصادی پروګرامونو طرح موږ لپاره لومړیتوب لري. سولې ته د رسېدو لرليد هغه وخت ښه کیږي چې د سولې له هوکړې وروسته د افغانستان د اقتصادي پراختيا لپاره زمينه مساعده شي او هغو کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي چې د فقر او بېکارۍ له وجې دولت ضد وسلوالو ډلو سره يوځای کېدو ته اړ کېږي”.
همدارنګه په خبرپاڼه کې له مخکښانو او نظرڅښتنانو افغانانو هیله شوې چې،خپلې مشورې ددغه بانک په ویبپاڼه کې ليکل شوي برېښليک له لارې له دویسره شريکې کړي.