د امریکا د پوځ پخواني مشر، جنرال جک کین ویلی له افغانستانه د امریکايي ځواکونو ایستل کولی شي منفي اغیزې ولري.
جک کین ویلي سره له دې چې امریکا له دغه هیواده د ځواکونو ایستلو ته لیواله ده، خو افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون اړین دی.
هغه ویلي امریکايي ځواکونو په تیرو اتلسو کلونو کې پر امریکا د بریدونو مخنیوی کړی دی، خو که چیرې له افغانستانه دغه ځواکونه ووځي، نو دا به د امریکا او دهغې د ملګرو هیوادونو لپاره یو ګواښ وي.
جک کین همداشان ویلي سره له دې چې طالب مشران سولې ته لیواله دي، خو له القاعده او داعش ډلې سره د دوی اړیکو پرې کولو کې پرې باور نشي کیدلی.
جک کین اوس حال کې د امریکا د جګړې مطالعاتو د موسسې مشر او د امریکا د ملي دفاع سټراټیژیک کمیسیون غړی دی.