د هیواد د یو شمیر رسنیو استازي وایي حکومتي ادارې خبریالانو ته د اړتیا وړ معلومات نه ورکوي.
د کابل او ولایتونو د ۳۰ رسنیو استازو نن سه شنبه کابل کې د اعتراض په ډول راغونډ شوي و.
دوی په یوه اعتراضیه لیک کې وویل افغانستان کې اطلاعاتو ته لاسرسي ورځ تر بلې کمزوری کیږي او د حکومت د رسنیو څانګې هم خبریالانو ته د معلوماتو ورکولو کې ناغیړي کوي.
د دوی په وینا سره له دې چې افغانستان د خبریالانو لپاره تر ټولو نا امنه او خونړۍ هیواد دی، خو رسنۍ یې په سیمه کې له ټولو هیوادونو ازادې دي.
د رسنیو استازو وویل د اطلاعاتو محدودول د هیواد په ټولو ادارو کې شته، خو د ملي امنیت اداره، لویه څارنوالي، بهرنیو چارو وزارت، د ولسمشر دفتر، ستره محکمه، د ملي تدارکاتو اداره، د مالیې وزارت، مرکزي بانک، دفاع وزارت، د کورنیو چارو وزارت او د عامې روغتیا وزارت هغه ادارې دي چې دروازې یې د رسنیو پرمخ زیاتې تړلي دي.
معترضینو د افغانستان له حکومت، د رسنیو له ملاتړو ادارو، ملګرو ملتونو وغوښتل چې اطلاعاتو ته لاس رسۍ بیان ازادۍ ملاتړ لپاره جدي اقدام وکړي.