په چین کې د کرونا ویروس له امله د مړه شوو کسانو شمیر ورځ تر بلې زیاتیږي.
د چینایي سرچینو د معلوماتو پر اساس تر اوسه په دغه هیواد کې ۳۶۱ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۷۳۸۰ نور کسان د ناروغۍ بستر کې پراته دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ له مخې د نړۍ په ۲۶ نورو هیوادونو کې هم ۱۷۱ کسان پر دغې ناروغۍ اخته شوي دي.
چین د دغې ناروغۍ درملنې لپاره یو ۱۰۰۰ بستریز روغتون جوړ کړی او اوس یې د یوه بل ۱۵۰۰ بستریزو روغتون جوړولو باندې کار پيل کړی دی.
چیني چارواکو اعلان کړی چې د دې ناروغۍ کنټرولو لپاره یې ۱۷۳ میلیاد ډالر د دغه هیواد بانکي سیستم کې ټول کړي دي.a