د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د ۲۰۱۹ کال له پيله تر اوسه له ۲۸۰۰ زیات ملکي وګړي په بیلابیلو پيښو کې وژل شوي دي.
په دې پيښو کې هوایي عملیات، چاودنې، ځانمرګي بریدونه او د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښتې شامل دي.
عامې روغتیا وزارت ویلي په دې موده کې ۲۸۷۳ تنه ملکي افغانان وژل شوي او ۱۴زره ۳۷۵ نور ټپيان شوي دي.
بله خوا د ملي دفاع وزارت وایي د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې مخنیوی د دوی لومړیتوبونو کې دی او د افغان ځواکونو مرګ ژوبله هم په ۲۰۱۹ کال کې د تیرو کلونو په پرتله کمه وه.
د بشري حقونو کمیسیون بیا د ملکي وګړو مرګ ژوبله د اندیښنې وړ بللې او ویلي یې دي چې وروستیو میاشتو کې په هوایي بمباریو کې د ملکیانو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.
هاخوا د ملګرو ملتونو شمیرې ښيي چې د ۲۰۱۹ کال په لومړنیو ۹ میاشتو کې ۲۵۶۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپيان شوي دي.
د دغه وزارت د معلومات له مخې په دې ډله کې ۱۰۹۲ تنه په چاودنو او ځانمرګو بریدونو کې وژل شوي او ۵۲۰۷ تنه نور ټپیان دي.
همداشان په دې موده کې ۲۸ ملکیان په هوایي بریدونو کې وژل شوي او ۳۳ نور ژوبل شوي دي.
د سرچینې پر بنسټ د افغان ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښتو کې هم ۱۷۵۳ تنه وژل شوي او ۹۱۳۵ تنه نور ټپیان شوي دي، خو معلومه نه ده چې دا مرګ ژوبله د ملکیانو ده که د جګړې د اړخونو.
د بشري حقونو کمیسیون چارواکي وایي د ۲۰۱۹ کال په وروستیو دریو میاشتو کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه وه، خو د ۲۰۲۰ کال له پيل سره دا کچه د لوړیدو په حال کې ده.
خو د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې څارګرې ادارې یا سیګر بیا د ۲۰۱۹ کال څلور ورستۍ میاشتې تر ټولو خونړۍ بللي او ویلي یې دي چې دغه موده کې په افغانستان کې ۸۲۰۰ بریدونه شوي دي.
ملګرو ملتونو درې میاشتې وړاندې په یوه رپوټ کې ویلي و چې افغانستان کې د تلفاتو کچه تر ټولو لوړې سطحې ته رسیدلې ده.
د یاد رپوټ پر بنسټ، د ۲۰۱۹ کال لومړنیو ۹ میاشتو کې ۲۵۶۳ تنه ملکیان وژل شوي او ۵۶۷۶ نور ټپيان شوي دي.