د افغانستان د عامې روغتیا وزیر، فیروزالدین فیروز وایي د چین له هیواد نه د ټولو افغانانو ایستلو ته چمتو دي.
ښاغلي فیروز چې نن یکشنبه یې یوې خبرې غونډې ته خبرې کولې وویل د افغانستان حکومت د چین له ټولو ښارونو افغان محصلینو او نورو چین میشتو افغانانو ایستلو لپاره چمتووالی نیولی او ځانګړی ټیم یې ورته جوړ کړی دی.
د ښاغلي فیروز په وینا چین کې د څه باندې سلو تنو افغان محصلینو ترڅنګ، ۴۱ نور افغان او د کورنۍ غړي یې ژوند کوي.
فیروز وویل اوسمهال په چین کې ټول میشت افغانان خوندي دي او د بیړنۍ حالت له لرې کیدو وروسته چارټر الوتکه ورته لیږدول کیږي.
د روغتیا وزارت په ویناتر دې دمه له چین نه ۲۶۲ کسان هېواد ته راستانه شوي اوټول کسان د روغتیايي کارکوونکو تر څارنې او کنټرول لاندې دي.
ښاغلی فیروز په هیواد کې میشتو وګړو ته هم ډاډ ورکړ چې د هیواد ټولو بندرونو او د کابل هوایي میدان کې یې د کرونا ویروس د پیژندنې وسایل او روغتیایي ټیمونه ځای پر ځای کړي او هڅه کوي چې افغانستان ته د دغې ناروغۍ د انتقال مخه ونیسي.
هغه وویل که چیرې دا ناروغي افغانستان ته انتقال هم شي، نو دوی ورته پوره چمتووالی لري ۳۰۰ ځانګړي بسترونه یې ورته په پام کې نیولي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ پر اساس کرونا ویروس د نړس ۲۶ هیوادونو ته رسیدلی، خو تر اوسه په افغانستان کې د دغې ناروغۍ کومه مثبته پيښه نه ده ثبت شوې.
د روغتیا وزیر، ښاغلي فیروز له دې ناروغۍ د ځان ساتنې لپاره خلکو ته سپارښتنه وکړه، چې له ویټامین سي زیاته ګټه واخلي، ماسک استعمال کړي، لاسونه په صابون ووینځي او خپل پاکوالي ته پام وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان استازي چې نن یې دغه غونډه کې خبرې کولې وویل تر اوسه په چین کې ۱۴۲۸۰ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي.