د افغانستان د صادراتي توکو لومړنۍ جوپه د پاکستان ګوادر بندر ته ورسیده.
ټاکل شوې ده دغه توکي له دې لارې چین ته ولیږدول شي.
ګوادر بندر چې د پاکستان سویل لویدیځ کې موقعیت لري د جنورۍ میاشتې په څوارلسمه نیټه د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ د یوې هوکړې په ترڅ کې پرانستل شو.
دا بندر د چین له لوري د ۲۵۰ میلیون ډالرو پانګونې سره فعال شوی او ویل کیږي چې د دې بندر د کلني عاید ۹۰ سلنه برخه تر راتلونکو ۴۰ کلونو پورې چین ته ورکړل شي.